برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنج‌شنبه, 6 اکتبر , 2022 لنډ لینک :

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند: واشنګټن د افغانستان د روان وضعیت بشپړ مسوول دی

آریانانیوز: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، امریکا له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې په برخه کې له خپلو مکلفیتونو سرغړونه کوي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په مسکو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، افغانستان له اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی، ځکه په تېرو شلو کلونو کې ویجاړ شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ ستونزه نه ده حل شوې او لا هم یو جدي ګواښ دی.

زاخارووا په افغانستان کې د امریکا دوه لسیزې شتون بې ګټې وباله او ویې ویل چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د تحمیلولو لپاره د واشنګټن هڅه هم ناکامه شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې واشنګټن د افغانستان د روان وضعیت بشپړ مسوول دی.

د زاخارووا په وینا، روسیه له افغانستان سره نږدې اړیکې لري او ټینګار یې وکړ چې امریکا له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې په برخه کې له خپلو مسؤلیتونو سرغړونه کوي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است