برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د روسانو ماتې

آریانانیوز: طالبانو د ثور د اوومې او اتمې په مناسبت خپره کړې یوه اعلامیه کې ویلي، د شوروي اتحاد ماتې ثابته کړه چې دلته استعمار او پردۍ ایډیالوژۍ نه چلېږي.


اعلامیه کې د ثور د اوومې کودتاه د ټولو وروسته خونړیو حالاتو پیلامه بلل شوې ده، خو ضمناً يې یاده کړې چې له دې ورځې چې بهرنیو او داخلي کمونیستانو کومې تمې لرلې بریالي نه شول.
«که څه هم د کمونيزم پيروانو د شورويانو له ټول مادي زور سره زموږ په هيواد هجوم راوړی و، خو د افغان غيور ولس له دغسې پرجوش او قاطع برخورد سره مخ شول چې نه يې شوروي تمه درلوده او نه يې کورنيو ګوډاګیانو تصور کړی و.»
طالبانو پر ناټو او امریکا هم غږ کړی چې د شوروي له شکسته عبرت واخلي او پر دې اعتراف وکړي چې افغانستان کې پردۍ اډیالوژي نه‌شي چلېدلی.
«د ثور د ۷ او ورپسې ۸ تاریخونو په رارسېدو سره اوسنيو امریکايي اشغالګرو او د هغوی لاسپوڅو ته وريادوو چې د یادو دوه پرلپسې ورځو څخه بايد زده کړي چې پردۍ ايډيالوژي، استعمار او پر ديپال خلک په دې خاوره کې د چلښت او پايښت هيڅ مجال نه لري.»
د طالبانو د اعلاميې په پای کې د روانې جګړې د قربانیو یادونه شوې او تمه ښوودل شوې چې «ننني اشغالګر او لاسپوڅي به یې هم له هغه انجام سره مخ کیږي، له کوم سره چې انګریزان، شورویان او د هغوی کورني غلامان مخامخ شوي وو.»
طالبان هغه حرکت دی، چې د ثور د اتمې د جهاد له بریا وروسته، يې د مجاهدینو د کورنیو جګړه مارو له شره ولس وژغوره او د پاټکونو ټغر يې ور ټول کړ.

شریک یي کړئ!