برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د روان بحران تر ټولو ستر لامل د بهرنيو پوځيانو شتون دی

آریانانیوز: نن د کابل ښار په يوه هوټل کې د افغانستان روان وضعيت په اړه د افغانستان سولې او نجات ټولنې د علماوو، پوهنتون د استادانو او پوهانو غونډه راغوښتې وه او د دغې غونډې ګډونوالو او ويناوالو په قاطع کې اکثريت د روان بحران د اوږدېدو لامل د بهرنيو پوځيانو شتون بللی دی.


د غونډې يوه ويناوال استاد محمد زمان مزمل وويل، چې ملت خو له پخوا د بهرنيو ځواکونو د شتون مخالف و، خو اوس دومره بدلون راغلی، چې حضرت صبغت الله مجددي هم له امریکا سره د امنيتي تړون په مخالفت کې غږ پورته کړی دی.
د استاد مزمل اشاره د ښاغلي مجددي هغو ګواښونو ته وه، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته يې ويلي و، که له امریکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي، دی به له افغانستانه هجرت وکړي.
د غونډې په پای کې پنځه ماده‌ ييز پرېکړه ليک هم اعلان شو.
په دغه پرېکړه ليک کې راغلي، چې ټول سياسي ګوندونه او په ځانګړې توګه د جګړې ښکېل لوري دې خپلمنځي سؤ تفاهم لرې کړي او د زړه له کومې په ورين تندي دې د هېواد د بريا لپاره په ګډه کار وکړي.
په پرېکړه ليک کې له ټولو کورنيو او بهرنيو جهتونو غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې جدي هڅې وکړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د افغانستان د روان بحران تر ټولو ستر او بنسټيز لامل د بهرنيو پوځيانو شتون دی او نړيواله ټولنه دې په اړه له افغانانو سره مرسته، تر څو د بهرنيو پوځيانو د وتلو لپاره مهالوېش وټاکي.
تېره اوونۍ هم د حضرت صبغت الله مجددي په کور کې يوې غونډې ته د سياسي ګوندونو استازو ويلي و، چې امنيتي تړون د افغانستان په زيان دی، امنيت لپاره يې ګټه نه کړې او غوښتنه يې کړې وه، چې دغه تړون دې له سره ورازول شي، همدارنګه د پارلمان غړو هم د رايو په اکثريت دغه غوښتنه کړې وه، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله بيا ټينګار کوي، چې دغه تړون د دوی په وينا د افغانستان په خیر دی، بايد دوام وکړي او هېڅوک يې د مخالفت حق نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي