برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د رسمي دفتر د غوښتنې رپوټونه ردول

آریانانیوز: سپوټنیک خبري آژانس د طالب ډلې د مذاکراتي ټيم د مشر شېر محمد عباس ستانکزي له قوله ویلي وو چې په کابل کښې د طالبانو لپاره رسمي دفتر نه وي پرانستل شوے، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې امکان نه لري.


شېر محمد عباس ستانکزي ویلي د مذاکرې او له افغان دولت سره د اړیکو ټینګولو لپاره اړینه ده، چې کابل کې یو دفتر جوړ شي، دغه دفتر به باید مطبوعاتي او د سولې اړوند مسایل خپارۀ کړي، د خلقو سوالونو ته د یوه مسئول په توګه ځواب ورکړي او ملي او نړیوال مسائل مطرح کړي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کښې دا رپوټ په کلکه رد کړے او ویلي یې دي، چې طالبانو هېڅ داسې غوښتنه نه ده کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي