برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د رای ‌ورکوونکیو د تقویتي نوم ‌لیکنې څخه مخنوی

آریانانیوز: د غزني لسګونو اوسېدونکيو چې په دغه ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفتر مخې ته راټول شوي وو، د رای‌ورکوونکیو د نوم‌ لیکنې پروسې د پیلېدو او د نوم ثبتونې مرکزونو ته د ټاکنیزو توکیو د لېږدولو مخه ونیوله.



معترضانو ګواښ وکړ، تر هغې چې حکومت له ولسمشري ټاکنو سره په یو وخت کې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې و نه‌کړي، په دغه ولایت کې به د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې پروسې پیلېدو ته اجازه ور نه‌کړي.
یو معترض خالد مبارز وايي، د ټاکنو کمېسیون باید ورسره توپیري چلن و نه‌کړي او په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې وکړي.
خو په غزني کې د ټاکنو د ولایتي دفتر رییس عبدالبصیر مومند له خلکو غواړي چې د نوم‌لیکنې پروسې پیلېدو ته اجازه ورکړي، څو خلک د رای‌‌ ورکولو له حقه بې‌برخې نه‌شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په ټول هېواد کې د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې تقویتي بهیر پیل شو او شل ورځې به دوام وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي