برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د راتلونکو ولسمشریزوټاکنو په اړه ددوستم څخه داشرف دملاتړغوشتنه

آریانانیوز: نږدې لس کاله وړاندې (۲۰۰۹ز) کال کې محمد اشرف غني په یوه مقاله کې عبدالرشید دوستم یو جنایتکار او پر بشري سرغړونو کې ښکېل وباله او د هغه د محاکمې غوښتنه يې وکړه.


پوره پنځه کاله وروسته يې هغه د ټاکنو لپاره د ځان ملګری کړی او د هغه په ستاینه يې خوله خلاصه کړه.
له عبدالله عبدالله سره تر جوړ جاړي وروسته يې د ګډ حکومت بنسټ کېښود، چې دوستم پکې سره له دې چې د حکومت دویم کس بلل کېده، خو شاوخوا دوه کاله په ترکیه کې فراري حالت کې تېر کړل.
تازه د دوستم ویاند بشیر احمد ته‌ینج ويلي چې اشرف غني ترې د مرستې غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې يې ملا وتړو.
هغه وايي دوی اوس په دې اړه څه نه شي ویلی او پخپله اشرف غني هم د «معاون صاحب» د ځواب په تمه دی.
دوستم چې د ملي جنبش په نوم د ګوند مشري هم پر غاړه لري او د «لوی ملي ائتلا» په نوم جریان کې ګډ دی، وړاندې تر دې ویلي و، چې هغه څوک به بریالی کېږي چې دا ائتلاف يې ملاتړ وکړي.
دغه پخوانی جګړه مار له محمد محقق او عطامحمد نور سره هم «د افغانستان ژغورنې ائتلاف» په نوم هم یو ګډ حرکت لري.
تر اوسه ارګ په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!