برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د دوحې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ

آریانانیوز: د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ روانو مذاکراتو ته خوشبیني ښودلې او په دې برخه کې يې د ستر پرمختګ خبر ورکړی.



د بهرنیو چارو وزارت ویاند «صبغت احمدي» وايي « د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې روانې خبرې په ښه توګه روانې دي، چې له پای ته رسېدو وروسته به یې بین الافغاني مذاکرات پیلېږي».
احمدي زیاته کړه، تمه ده د بین الافغاني مذاکراتو له پای ته رسېدو سره سم افغانستان د یوې سرتاسري سولې څښتن شي.
د طالب او امریکايي استازو تر منځ اتم پړاو مذاکرات چې له تېرو دریو ورځو راپدېخوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې روان دي، دواړه لوري ترې خوښ ښکاري او په دې برخه کې د رغنده پرمختګ خبر ورکوي.
زلمي خلیلزاد شېبه وړاندې په خپل ټویټر ولیکل، له طالبانو سره یې د هوکړې په جزئیاتو خبرې ښې روانې دي، دوام به پیدا کوي او تمه ده د څلور ټکي لرونکي توافق لاسلیک ته لاره هواره کړي.
بل لورته طالبان هم له یادو خبرو خوښ ښکاري، خو اوس هم په خپل پخواني دريځ محکم ولاړ دي، ددوی له قوله، له امریکايي لوري سره د مذاکراتو تر وروستي کېدو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي او حکومت به یوازې د یوه سیاسي جهت په حیث ګډون پکې کوي.

شریک یي کړئ!