برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۴ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو شرطونه

راپورونه وايي، د افغانستان سرپرست حکومت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي ته په یوه لیک کې د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره دوه شرطونه وړاندې کړي دي.


د دوحې په غونډه کې د سرپرست حکومت د ګډون لومړی شرط دا دی چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ د ناستې زمینه برابره شي، تر څو چې د افغانستان د سرپرستې کابینې د مشر ملا محمد حسن اخند د لیک په اړه مفصل، شفاف او هر اړخیز بحث ترسره شي.

دوهم شرط دا دی چې طالبانو ویلي دي: ځکه چې افغانستان د واحد مرکزي حکومت تر ادارې لاندې دی، له همدې امله د دوحې په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب یوازې د سرپرست حکومت پلاوی باید د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ ګډون وکړي او نور افغانان باید د دغه هېواد په استازیتوب حاضر نه وي.

د طالبانو دا شرطونه په داسې حال کې دي چې د دوحې په غونډه کې د ښځو په ګډون د افغان مدني ټولنې یو شمېر غړي مطرح شوي وو.

ټاکل شوې د دوحې غونډه د قطر په کوربه توب او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د فبرورۍ په ۲۸مه جوړه شي او په داسې حال کې چې دغې غونډې ته یوازې څو ورځې پاتې دي، په دې غونډه کې د افغان پلاوي شتون لا هم روښانه نه دی.

تېره اوونۍ د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو، په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د موقت حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په جلا جلا کتنو کې هغوی ته بلنه ورکړه چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل او د ملګرو ملتونو د هماهنګ کوونکي وروستي راپور په اړه خبرې وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي