برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د درې زره راستنو شوو کډوالو ته کورونه

آریانانیوز: د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د اروپايي اتحادیې په ۳۲ ميليونه امريکایي ډالرو مرسته په دغه ولايت کې ۳زره مستحقو کورنيو لپاره د استوګنې کورونه جوړېږي.


د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې په دغه ولايت کې د استوګنې کورونو جوړېدو ژمنه له والي حيات الله حيات سره په ليدنه کې په ختيځ کې د يو اېن هبيتات موسسې مشر سعد ملوک شېرزاد کړې ده.
د نوموړي په وينا، د دې موسسې مشر پرون د ننګرهار له والي سره ليدلي او ورته يې ډاډ ورکړی چې ياد پروګرام به په نږدې راتلونکي کې پيل شي خو په دې برخه کې يې د ځمکې او نورو اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.
د والي وياند وايي، د يو اېن هبيتات موسسې مشر له والي سره په ليدنه کې ويلي چې د استوګنې په موخه به يادو کورونو لپاره مستحقې کورنۍ له ځانګړي ډېټابيس او څېړنې وروسته معلومې او د کورنۍ د غړو شمېر له مخې به ورته د سهولتونو له مخې کورونه جوړ شي.
سعد ملوک شېرزاد ننګرهار والي ته ډاډ ورکړی چې د اکتوبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې که دوی ورته نورې اسانتياوې برابرې کړي؛ نو د دې برنامې عملي چارې به هم پيل کړي.
والي حيات الله حيات د دغه ولایت د ځمکو خپلواکې ادارې رييس او جلال اباد ښاروال ته سپارښتنه وکړه چې د نورو اړوند مسوولینو په ملتیا د یادې پروژې پلې کېدو په موخه په نښه شوو سیمو کې سروې ترسره کړي او ژر تر ژره یې د وروستیو چارو ترسره کېدو لپاره د ولایت له مقام سره معلومات شریک کړي.
نوموړی زياتوي، والي په ختیځ کې د یو اېن هبیتات ادارې مسوول ته په یاده برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يادونې ده، له تېرو دوو کلونو راهيسې له پاکستانه سلګونه زره کډوال راستانه شوي چې ډېرى يې په ننګرهار ولايت کې مېشت شوي دي.

شریک یي کړئ!