برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د داعش په ماتې کې طالبانو هم رول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس دآمریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وویل.چی طالبانو هم د افغان او بهرنیو ځواکونو ترڅنګ، په ننګرهار کې د داعش ډلې په ماتې کې رول درلودل
هغه بېګاه په یوه ټویټ کې لیکلي چې «په ننګرهار کې وروستی کمپاین یوه بېلګه ده. د افغان او بهرنیو ځواکونو او دغه راز د طالبانو اغېزمن عملیات لامل شول چې د خراسان داعشیانو خپلې سیمې او جنګیالي له لاسه ورکړي
نوموړي زیاته کړې چې سلګونه کسان تسلیم شوي. د خراسان داعشیان ورک شوي نه‌دي، خو دا یو رښتینی پرمختګ دی
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني او د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر اعلان کړی و چې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په مرسته په ننګرهار کې داعشیان مات کړي دي
طالبانو هم مخکې ادعا کړې وه چې دوی په ننګرهار کې داعشیان مات کړي، خو امنیتي ځواکونو دا ادعا نه منی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي