برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خلیلزاد هڅو د سولې شورا بېلابېل غبرګونونه را پارولي

آریانانیوز: ارګ وايي د سولې لپاره د «مشورتي بورډ» غړي به په روانه اوونۍ کې اعلان کړي، خو تازه د زلمي خلیلزاد د ماموریت په اړه د سولې شورا تر منځ درز ښکاره کړی.


د دې شورا ویاند سید احسان طاهري څو خلې رسنیو ته ويلي، چې ګواکې زلمی خلیلزاد له دوی سره په مشوره پر سوله‌ییزو هڅو بوخت دی، خو د دې شورا مرستیاله وايي چې د سولې بهیر يې له ګوتو وتلی او پرې خبر هم نه دي.
حبیبې سرابې، وړمه ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د سولې بهیر د دوی له ګوتو وتلی، چې له دې سره د حکومت حاشيې ته کتلو انډېښنو هم عملي بڼه خپله کړې.
خو په ورته وخت کې د دې شورا ویاند سید احسان طاهري ويي، چې دو د «دقیق او ارام مدیریت» له مخې د سولې پر هڅو بوخت دي او په دې برخه کې د هر چا د کار ستاینه کوي.
تېره ورځ رویټرز اژانس هم د کابل ادارې دا اندېښنه را اخیستې وه، چې د سولې په خبرو اترو کې څنډې ته شوی دی.
طالبانو په مسکو غونډه (۱۸لړم) کې هم وویل، چې له امریکا سره خبرو اترو ته حاضر دي او د دې تر څنګ له رښتینو ګوندونو سره هم بې اړیکي نه دي.
زلمی خلیلزاد د سولې ماموریت لپاره شپږ میاشتې وخت لري چې شاوخوا دوه میاشتې يې په پوره کېدو دي، هغه اوس هم پر سفر دی او خپل لومړي سفر کې يې کابل، اسلام اباد، ابوظبۍ او دوحې ته سفرونه وکړل.
په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، د مسکو ناستې پایلو ته هیله‌من دی او زیاتوي په تمه دی چې دا ډول کنفرانسونه دوام پیدا کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي