برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د خبريالانو نړيوال فدراسيون: په افغانستان کې 318 رسنيز فعاليتونه بند شوي دي

آریانانیوز: د خبريالانو نړيوال فدراسيون (IFJ) وايي، په افغانستان کې د رسنيو له څه باندې پنځه زره کارکوونکو څخه تر دوه زره ډیر يې اوس په کار بوخت دي.


د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه بیان کې ویلي، د یوې نوې سروې له مخې د اګست له ۱۵مې راهیسې په افغانستان کې له ۶۰۳ رسنیو څخه ۳۱۸ یې تړل شوي دي.

دغه سروې د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې له خوا د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان له حالاتو څخه ورځپاڼې ډېرې اغېزمنې شوي او له ۱۱۴ ورځپاڼو څخه یوازې ۲۰ خپرېږي.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون وايي، د دغه فدراسيون لپاره د چمتو شوي راپور له مخې ۵۱ ټلویزیوني چینلونه، ۱۳۲ راډیوګانې او ۴۹ انلاین رسنۍ تړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له ۵۰۰۰ څخه زیاتو کسانو چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې په رسنیو کې کار کاوه، اوس یوازې ۲۲۳۴ تنه په کار بوخت دي.

۷۲ سلنه هغه کسان چې په رسنیو کې یې دندې له لاسه ورکړي، ښځې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي