برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د حکومت په اقداماتو نیوکه

آریانانیوز: په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د حکومت له زندانونو څخه د دغه ډلې د درې سوه بندیانو د خوشي کولو په هکله د کابل د حکومت اقدامات کافي ونه بلل
هغه وویل حکومت د طالبانو بندیانو د خوشي کولو بهیر دې چټک کړی چې هغوې له کورونا ویروس څخه وژغورل شي او د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدا لپاره لاره زر هواره شي .
د حکومت په اقداماتو د طالبانو نیوکه په داسې حال کښې ده چې تیره ورځ د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د کورونا ویروس د جدي نه ګڼلو او دسولې بهیر ته په نه ژمنتیا باندې د طالبانو د تورنولو په ترڅ کښې په دغه ډلې غږ وکړ چې د بشر دوستانه اوربند له اعلانولو سره موافقت ورکړي او جنګونه بند کړي .
په عین حال کښې طالبانو ډلې ویلي دي چې تراوسه یې د افغانستان د حکومت یوسل دولس بندیان خوشي کړي دي .
ټاکل شوي ده چې د حکومتي بندیانو د خوشي کیدا په بدل کښې له زندانونو د طالبانو پینځه زره زندانیان خوشي شي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي