برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د حکومت پرته د فعالانو او طالبانو تر منځ خبرې

آریانانیوز: پرون چې د قطر بین الافغاني ناستې ورځ ټاکل شوې وه، خو د حکومت له لوري پر برابر شوي لیست اوږدو ناندریو له ځنډ سره مخ کړه، خو بیا هم هغه افغان سیاستوال، سیاستپوهان او د سولې د هڅو فعالان چې قطر ته رسېدلي و، له طالبانو سره په یوه مېلمستیا کې پر ګڼو موضوعاتو غږېدلي دي.
که څه هم دا رسمي غونډه نه وه، خو د مېلمستیا په شکل برابره شوې ناسته کې طالب استازیو او راغلیو مېلمنو مفصلې خبرې اترې وکړې.
د قطر د فتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي ګډونوالو ته د طالبانو د پالیسۍ په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او په وینا يې د مذاکراتو ناکامي د ملت ناکامي ده.
«د امریکایانو پر ضد زمونږ په مقاومت کې ټول ملت شریک وو، که خدای نخواسته دغه مذاکرات ناکامیږي او یا غلط لوري ته ځي، ټول ملت به ملامت وي، ملت باید موږ ته مشورې راکړي، خپلې اندېښنې او غوښتنې راسره شریکې کړي.»
له نوموړي وروسته د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر ملا امیر خان متقي د رسمي غونډې د ځنډېدو علت په ډاګه کړ.
هغه وویل، طالبان سولې ته ژمن دي ځکه خو يې د خبرو اترو لپاره دفتر پرانیستی دی، خو کابل ادارې له پیله مخالف دریځ نیولی دی، هغه زیاته کړه، د یادې ادارې اوږده لیست وښوده چې څومره پاشلې ده، په وینا يې «که به موږ کوم نفر ور وښود چې دا دې کم شي، ویل به يې فلانی به خپه شي، که به مو وویل دا دې کم شي، وايي فلانی به خپه شي.»
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالسلام حنیفي وویل، چې امریکا ته يې په رسمي ډول ویلي چې باید ووځي، په وینا يې «افغانستان زمونږ او ستاسو هیواد دی، په ګډه به یې جوړوو او په ګډه به یې د سیالانو سره سیال هیواد جوړوو.»
هغه د ښوونې او روزنې په اړه هم د دوی اړوند تبلیغات رد کړل او په وینا يې ستونزې شته، خو د ښوونې او روزنې مخالف نه دي.
د دې ناستې مېلمه ګډونوال ډاکټر فاروق اعظم د غونډې لغوه کېدل یو خنډ یاد کړ، خو په وینا يې سوله تر جګړې ستونزمنه ده او ښايي له ګڼو ستونزو سره مخ شو، خو باید مایوسه نه شو.
دې غونډه کې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه پکې افغان کارپوهانو برخه اخیستې وه، درې تنه مېرمنې خاټول مومند، سارا الکوزۍ او مسعوده سلطان هم له ناروي، لندن او امریکا نه راغلې وې، چې پر خپل نوبت يې خبرې وکړې.
انجینر نذیر تنویر بیا حکومت او امریکا د قول او عمل پر مخالفت تورن کړل او په وینا يې دوی وښوده چې ویل او کول يې سره یو نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي، د غونډې لغوه کېدل د دولت پر زیان تمام شول، خو طالبانو چې څه غوښتل له یوې کوچنۍ ډلې سره يې ترسره کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي