برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د حکومت له لوري د مرکچي پلاوي د جوړېدو په اړه دطالبان الخوا غبرګون

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی حکومت له ډېرو سلامشورو وروسته، دوه شپې مخکې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره مرکچي پلاوي ۲۱ کسیز پلاوی معرفي کړ
طالب ډلې د حکومت له لوري د مرکچي پلاوي د جوړېدو په غبرګون کې وايي چې دغه پلاوی له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړه لیک د «اصولي دریځ په خلاف» دی
طالبان وايي چې افغان حکومت کولای شي د نورو افغانانو په څېر د یوه لوري په توګه په مذاکراتو کې ګډون وکړي
دغې ډلې په یوې اعلامیه کې چې نن شنبې (د وري په ۹مه) خپره کړې ویلي:«د دې لپاره چې واقعي او تلپاتې سولې ته ورسېږو، دغه ډله (مرکچي پلاوی) باید د ټولو لورو په موافقې سره جوړ شي، چې د ټولو لورو استازیتوب وکړای شي. خو اوس لیدل کېږي چې نور لوري له اعلان شوې ډلې رضایت نه لري
طالبانو ټینګار کړی چې له داسې پلاوي سره به خبرې اترې وکړي چې د شویو هوکړو او د وضع شویو معیارونو پر بنسټ جوړ شوی وي
افغان حکومت له ډېرو سلامشورو وروسته، دوه شپې مخکې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره مرکچي پلاوي ۲۱ کسیز پلاوی معرفي کړ. د دغه پلاوي مشري د ملي امنیت د پخواني مشر معصوم ستانکزي په غاړه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي