برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د حکومت له استازیو سره خبرې

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس د طالبانو یوه پلاوي په قطر کښې د افغانستان د حکومت له استازیو سره کتنه او د هیواد د کړکیچ د هواري په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه
د افغانستان له ډلو سره د طالبانو ترمینځ د سولې د خبرواترو برابرول ، د دواړو لورو د بندیانو د خوشي کولو دوام او د سیاسي کړکیچ حل کول په قطر کښې د افغانستان د حکومت له استازیو سره د طالبانو ډلې د پینځه کسیزه پلاوي خبرو اترو ترټولو مهمې موضوعګانې وې .
دغه راز د مولوي ضیا الدین په سرپرستۍ د طالبانو یوپلاوی وړمه ورځ پلازمینې کابل ته تللی او نوموړي پلاوي په قندوز او بغلان ولایتونو کښې د دغه ډلې له قید څخه د اتیا حکومتي عسکرو د خوشي کیدا خبر ورکړ .
د طالبانو پلاوی وروسته له دې کابل ته تللی چې د اشرف غني حکومت د افغانستان له زندانونو د دغه ډلې نهه سوه بندیان خوشي کړل .
طالبانو ته نږدې سرچینو وویل کابل ته د دغه ډلې د پلاوي د سفر یومهم ماموریت دا دی چې په دغه پړاو کښې د حکومت له زندانونو څخه د دغه ډلې درې نیم زره نور بندیان خوشي شي .
حکومت تراوسه د طالبانو دوه زره بندیان خوشي کړي دي او اراده لري زر نور طالبان هم خوشي کړي .طالبانو هم تراوسه د افغانستان درې سوه دیرش حکومتي عسکر خوشي کړي دي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي