برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د حکومت سلګونه کارکوونکي دطالبانوورسره یو ځای شول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس طالبان وایي، په تېره مارچ میاشت کې د حکومت د بېلابېلو ارګانونو سلګونه کسان ددوی لیکو ته ورغلي او پیوستون یې ورسره اعلان کړی
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د «اسلامي امارت» د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون په هڅو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ۷۶۰ دولتي کارمندان چې په بېلابېلو برخو کې په دندو اخته وو، د «حقایقو په درک» کولو سره د طالبانو لیکو ته ورغلي
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې «یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي
د طالبانو په خبره، ددوی لیکو ته ورغلي کارمندان د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون له لوري نازول شوي، انعامونه او جایزې ورکړل شوي او ددوی دا «نېک اقدام» ستایل شوی
یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک سره هم مهاله د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» عمومي عفوه اعلان کړه او ټولو ته یې ډاډ ورکړ، چې کومو کسانو له «امارت» سره شخړه او جګړه کړې له «مخالفت» څخه د لاس اخستلو په صورت کې بښل کېږي
د طالبانو د مشر له دې فرمان سره جوخت په هیواد کې د دولتي عسکرو او کارمندانو د تسلیمۍ لړۍ په کم ساري ډول چټکه شوې او زرګونه دولتي کارکوونکي طالبانو ته ورغلي
طالبانو ته ورتلونکي دولتي کارمندان د هغوی له لوري په ډالیو نازول کېږي او د سر او مال د حفاظت ډاډ ورکول کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي