برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د حکومت او طالبانو رسمي مذاکرات

آریانانیوز: د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وویل، په قطر او مسکو کې وروستیو بین‌الافغاني ناستو دې ته لار هواره کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو رسمي لړۍ پیل شي.



د اوچقون په وینا، اوس د افغان چارواکیو او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ کار دوام لري چې په جرمني کې د حکومت او طالب د استازیو ترمنځ په رسمي ډول د سولې مذاکراتو لپاره حکومتي پلاوی وټاکي.
د سولې عالي شورا مرستیال که څه هم د یادې غونډې رسمي نېټه په ډاګه نه کړه، خو په وینا یې، دا به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې اترې وي چې پر مشخصو اجنداوو به په‌کې بحث کېږي.
په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین سلام‌وطندار ته وویل، د دوی پالیسي دا ده چې لومړی باید له امریکا سره د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه وشي او بیا به د افغان حکومت په ګډون له نورو خواوو سره خبرې اترې پیلېږي.
شاهین وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه باید د نړیوالو او رسنیو په مخکې اعلان او لاسلیک شي، خو په وینا یې، له هغه مخکې هېڅ کومه ناسته په پام کې نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې د امریکا لوی درستیز جوزېف ډنفورډ له ولسمشر او اجراییه رییس سره په افغانستان کې د سولې د لومړیتوب په اړه خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي