برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند تود هرکلی

دیوراپورله مخی طالبان وویل چی د اختر په دریو ورځو کې له افغان عسکرو سره ډز نه کوي، حتی کولی شي د دوی تر واک لاندې ساحو کې له خپلو خپلوانو سره وګوري.


د طالبانو د دې اوربند تود هرکلی شوی او په لوړه کچه دولتي چارواکو، سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو يې په اړه څرګندونې کړې دي.
محمد اشرف غني پخپله رسمي فیسبوکپاڼه د دې اوربند هرکلی کړی او په یوه برخه کې يې لیکلي: « موږ نه يوازې ددې بلکې د هر هغه اقدام چې د وينې د بهېدو مخنيوی کوي، هر کلی کوو.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دې اوربند هرکلی کړی او له حکومت او طالبانو دواړو يې غوښتي چې دغه اوربند وغځوي او یوې دایمي سولې ته لاره هواره شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم پر دې اوربند خوښي ښوودلې او دعا يې کړې چې د دایمي سولې لپاره علت شي: «الله دې وکړي چې دا پروسه عملي او د سولې د پروسې پيل شي او په ټوله کې د سولي لپاړه رښتيني، مدبرانه او هراړخيزفکر وزيږوي.»
طالب مشر خپلو سرتېرو ته امر کړی چې د دوی په زندانونو کې هغه افغان عسکر چې بیا به د دوی پر وړاندې د ټوپک پورته کولو هوډ نه لري، خوشي کړي.
د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي دا نېک اقدام بللی، هغه پخپله فسیبوک پاڼه لیکلي: «طالب چارواکو هغه ټول حکومتي سربازان عفوه کړل چه ددوي سره په زندان کي محبوس دي افرين په داسي نيک اقدام!»
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې هم پر دې موضوع خبرې وشوې، د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم دا هیله ښکاره کړه چې دا اوربند وغځول شي او د سولې او ثبات لپاره ګامونه پورته کړل شي.
کابل کې د سولې سلګونو فعالانو د دې خوښي په غبرګون کې نن ماښام زرنګار پارک سره د جشن ژمنه کړې او د دواړو لوریو دا اقدام يې ستایلی دی.
دوی ځینو پر دولت هم غږ کړی چې طالبانو ته ورته ګام دې پورته کړي، له دې فعالانو شفیع اعظم پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «راځئ بېرته د طالبانو د اوربند او بندیانو د خلاصون اعلان مقابل کې حکومت وهڅو چې له خپلو زندانونو طالب بندیان خوشې او په سمبولیکه بڼه په کلیو او طالب واک لاندې سیمو کې له الوتکو لومړي ځل لپاره د بمبارد پر ځای سره ګلان وپاشي.»
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼې کې ويلي، چې د دوی مشرتابه ټولو جنگيالو ته امر ‏کړی، چې د اختر په درې ورځو کې پر ټولو افغان ځواکونو او پوليسو له بريدونو ډډه وکړي، خو زياته کړې يې ده، که ‏پر دوی بريد کېږي،«کلکه دفاع دې وکړي.»
مجاهد له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې هم وويل، چېرته چې د دوی واک دی، د حکومت نظامي او غیر نظامي مامورین کولی شي د دوی تر لاس لاندې ساحو کې د خپلو خپلوانو کورنیو ته ور شي.
په وینا يې، دوی پخپله ټوله جګړه کې د اختر په مناسبت خپل تعرضي بریدونه توقف کړي، خو که بريد پرې وشي ځواب يې حق دی.
هغه وویل وړاندې تر دې يې هم اخترونو کې په نا اعلان شوې بڼه دغسې اقدامات کړي، خو د ځینو امنیتي ملوحظاتو له امله يې اعلان نه کاوه.‏
په ورته وخت کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن ويلي د دې اوربند په موده کې به دوی د «داعش» پر وړاندې جګړه تونده کړي.
هغه چې له خپل افغان همکار د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي سره په بروکسل کې د ناټو د یوې غونډې ګډونوال و، پرون د دې غونډې به څنډه کې رسنیو ته دا اور بند د اعش ځپلو یو فرصت یاد کړ.
نېکولسن ويلي د افغان حکومت له دې اقدامه هرکلی کوي، خو د «داعش» پر وړاندې به جګړه روانه وساتي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي