برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حکمتیار تسلمیداپر سوله کوم اغېز نه دی کړی

آریانانیوز: نجینر ګلبدین حکمتیار، چې دوه کاله وړاندې يې د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد له وسله‌والې مبارزې لاس واخیست او هغه يې «اشتباه» وبلله، د سولې تر نامه لاندې کابل ته را ننوت.


له حکومت سره د هغه پر یو ځای کېدو دوه کاله اوړي، خو سیګار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر حواله وايي، چې د هغه تسلیمي پر سوله هیڅ اغېز نه دی کړی.
د سرچینې په وینا د امریکايي پوځي چاراکو په ګډون محمد اشرف غني هم دې ته هیله من و، چې که حکمتیار له جګړې لاس واخلي، نو د دوی پر وړاندې ولسي مقاومت به یو څه کمزوری شي، خو ښکاري چې هیلې يې اوبو وړې دي.
ګلبدین حکمتیار له حکومت سره ۲۵ ماده‌ییز تړون د سولې په نوم لاسلیک کړ، چې د هغه په ګډون يې د ګوند ځينو نورو غړو هم پرلپسې د دې تړون د نه تطبیق شکایتونه کړي دي.
پر دې سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوی په لګښت په کابل کې د حکمتیار مېشتول، نېک کار بولي او هیله لري چې پر جګړه بوخت وسله‌وال به هم د ده پر پله پل کېږدي.
که څه هم د حکمتیار پر اوسني سیاسي وضعیت کې داسې څه نه لیدل کېږي، چې پر جګړه بوخت جنګیالي دې يې د پېښې کولو پر نیت د ده پر پله پل کېږدي، خو سیګار وايي امریکا لا هم هیله لري چې د ده اوسني ژوند ته په کتو ښايي ځينې وسلې پر ځمکه کېږدي او کابل ته راشي.
حکمتیار دوه کاله کې په سنا کې دوه خپل ګوندیان ننویستل او راتلونکو ټاکنو ته يې څو تنه نوماندان کړي، خو د ارګ له لوري پر ګوندونو پرلپسې نیوکو يې د خولې خوند بد کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي