برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د حزب اسلامي دناراضیانولخوا ډله جوړول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د حزب اسلامي یو شمېر مخکښ غړي غواړي د حزب اسلامي د مشر انجنیر حکمتیار له خپلسریو پرېکړو سره د اعتراض په دود له نوموړي څخه پرېکون اعلان کړي. په دغه ډله کې چې پرون یې د پکتیا د پخواني والي جمعه خان همدرد په کور کې غونډه کړې ده، قاضي امین وقاد، مولوي سرفراز، جمعه خان همدرد، ډاکتر فاروق وردګ، اکبر بارکزی، جنرال مظفرالدین یمین او یو شمېر نور کسان چې زیاتره یې د حکومت غړي دي، شامل دي. باخبره سرچینې دا د حکومت کار بولي چې د جمعیت اسلامي په څېر د حزب اسلامي د ځواک د تجزیې لپاره دغه اقدام کوي. په پام کې ده دغه ډله د راتلونکې جمعې په ورځ خپل نوی تشکیل اعلان کړي. د پرونۍ غونډې یوه برخوا ل د نوم نه ښودو په شرط ویسا ته وویل چې تراوسه د مشر په باب پرېکړه نه ده شوې، خو ښایي نوی تشکیل د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد په نامه چې تر دې مخکې هم و اعلان شي.

شریک یي کړئ!