برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د جګړې د ختمیدو دموافقی لاسلیک

آریانانیوز: قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، وايي تمه لري چې په راتلونکې اونۍ کې له امریکا سره د افغان جګړې د پای ته رسېدو هوکړه لاسلیک شي.



ښاغلي شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي له امریکا سره اوږدې خبرې وروستۍ کېدو ته نږدې شوې دي، ده تمه ښوولې چې راتلونکې اونۍ خبرو کې به دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرو پرمهال د جګړې د پای ته رسولو هوکړه لاسلیک شي.
شاهین دا نه دي ویلي چې پر کومو مواردو به دوی هوکړه سره وکړي خو په خبره یې له خلیلزاد سره د طالب استازو تر خبرو او دواړو ترمنځ تر هوکړې وروسته به معلومات خپاره کړي.
په ورته وخت کې پرون زلمي خلیلزاد هم ویلي وو، چې له طالبانو سره به پر بحث شوو مواردو ډېر ژر هوکړه وشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم پرون په یوه اعلامیه کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پنځلس کسیز پلاوي لېست د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
ټاکل شوې چې د بین الافغاني خبرو دا پړاو د کوم اروپايي هېواد په پلازمینه کې ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي