برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د جګړې تشدد په کمولو او غني په اوربند ټينګار

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ په اساس د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون لپاره له هغوی غوښتي، چې د جګړې تشدد راکم کړي، خو د ګډ حکومت مشر ټينګار کوي، چې طالبان بايد بشپړ اوربند وکړي
د ټرمپ سربېره په کابل کې د امريکا پخواني سفير جان بس د خپل ماموريت په وروستيو کې طلوع نيوز ته ويلي و، دوی له طالبانو د اوربند نه، بلکې د جګړې تشدد کمولو غوښتنه کوي
خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د هغه ټاکنيز مرستيالان او پلويان ټينګار کوي، چې طالبان بايد خامخا اوربند وکړي او له اوربند پرته يې له طالبانو سره خبرې کول له امکانه بهر بللي دي
طالبانو ويلي، دوی د جګړې تشدد کمولو په اړه د امريکا غوښتنه منلې، خو امريکا وخت پر وخت اضافي غوښتنې رامنځته کوي
د طالبانو په وينا امريکا بايد د سولې خبرو کې د اضافي غوښتنو له مطرح کولو ډډه وکړي، د روانې کشالې په عمق ځان پوهه کړي او په رښتيا د افغانستان قضيه له سوله ييزې لارې حل کړي.
طالبان وايي، له امريکا سره يې د سولې خبرې نهايي کړي، د جګړې تشدد کمولو غوښتنه يې منلې او اوس توپ د امريکا په پښو کې دی، چې څنګه يې کوي امريکا تر اوسه د طالبانو د وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي