برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جمهور رئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ امنیتي غونډه پرون ماسخوتن په ارګ کې جوړه شوه.



په پیل کې امنیتي او دفاعي مسوولینو د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي وضعیت، امنیتي تهدیدونو او پرمختګونو په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ. د لا ښه امنیت د تامین او د دښمن د ځپلو په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په لاهمغږۍ ټینګار وشو.

غونډې د هېواد د دفاع او د خلکو د ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو همېشنۍ سرښندنې او هلې ځلې وستایلې او د دښمن د شومو پلانونو د دفعه کولو او شنډولو په خاطر یې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي