برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جمهوررئیس غني په مشرۍ غونډې د فاریاب د انکشافي پروژو د تطبیق څرنګوالی وارزاوه

آریانانیوز: د فاریاب ولایت په اړه د امنیتي غونډو په لړ کې نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورئیس محمداشرف غني په مشرۍ غونډه کې د دغه ولایت د انکشافي پروژو د تطبیق څرنګوالی و ارزول شو.


په دې غونډه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه په پیل کې د فاریاب والي نقیب الله فایق د برېښنا پروژو، د سل بستریز او نسایي او ولادي روغتونونو او د اندخوی د اوبو رسولو پروژې په اړه راپور غونډې ته وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه: د فاریاب خلک د مودو راهیسي منتظر دي چې دا پروژې ثمر ته ورسېږي او ور ځني ګټه واخلي.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د فاریاب له والي څخه د هغه د غوره مدیریت په خاطر مننه وکړه او اړوندو وزارتونو ته یې لارښوونه وکړه چې په دې ولایت کې دې د ۱۳۹۷ کال پروژې د مشخصې زمان بندۍ په پام کې نيولو سره تطبیق کړي.

دغه راز جمهوررئیس مالیې او عامې روغتیا وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د فاریاب ولایت د نسایي او ولادي روغتون تشکیل دې بشپړ او د سل بستریز روغتون لپاره دې تجهیزات چمتو او دغه ولایت ته دې ۵ عرادې امبولانسونه ورکړل شي. هغه زیاته کړه، مالیې وزارت د امو سیند د غاړو د تحکیم لپاره بودجه لري چې په مصرفولو سره دې د یاد سیند د غاړو د ویجاړېدو مخنیوی وشي.

د هېواد جمهوررئیس انرژۍ او اوبو وزار ت ته لاښوونه وکړه چې د المار بند تخنیکي ستونزې ژر تر ژره حل کړي. هغه څرګنده کړه، د فاریاب ولایت دپروژو لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نيول شوي چې وبه لګول شي.

دغه راز، جمهوررئیس غني اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لارښوونه وکړه چې د فاریاب د فرهنګي او تاریخي اثارو ساتنې ته توجه وکړي او د چارو ادارې عمومي ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې د غلام محمد میمنګي په نوم د دولتي مډال د ضرب قانوني پړاونه طی کړي. همدارنګه دې د فاریاب ولایت د ۱۳۹۸ کال لومړیتوبونه نهايي شي چې د راتلونکي کال په بودجه کې شامل شي.

دغه راز جمهوررئیس د فاریاب ولایت د ترانسپورت ترمینل، آقینې ګمرک، مالدارۍ او د سرکونو جوړولو ته د پاملرنې په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي