برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د تېرې شپې خونړی برید وحشیانه او ظالمانه عمل بلل

آریانانیوز: ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر لیکلي: دکابل په یوه هوټل کې دواده په مراسمو کې چاودنه یو ظالمانه او وحشیانه عمل دی، اسلامي امارت یې په کلکه غندي. پدې ویر کې له خپل ولس سره شریک دی.



د وسله والو طالبانو بل ویاند ذبح الله مجاهد وایي په ملکي خلکو ښځو او ماشومانو برید هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري
ښاغلي مجاهد پر خپل ټویټر ویلي:” اسلامي امارت د کابل ښار په یو هوټل کې په ملکي خلکو چاودنه کول او هغوی ته تلفات اړول په کلکه غندي، دغه ډول وحشیانه قصدې وژنې او ښځې او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري”
بل پلو د کورنیو چارو وزارت ویلی، د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړونده سیمه کې د شهر دوبي په نوم د ودونو په تالار کې تېره شپه ناوخته بمي چاودنې ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۲ تنه یې ټپیان کړي دي
د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي رسنیو ته ویلي چې د دغې پيښې په اړه پلټنې دوام لري او ژر به جزييات له رسنيو سره شريک شي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي