برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ خرداد , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د ترکیې د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د طالبانو درې شرطونه!

آریانانیوز: د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي امریکا غږ ته وویل چې د دې ډلې استازي به د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي که - غونډه لنډه وي، د دې اجنډا کې د مهم مسلو په اړه پریکړې شامل نوي او پدې کې د طالبانو شتون په ټیټه کچه وی...


د طالبانو دغه چارواکي ، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ، زیاته کړه: زموږ مشرتابه وړاندیز وکړ چې د استانبول ناسته باید له دریو ورځو زیات دوام ونه کړي.

بل لوړ پوړي طالب چارواکي د استانبول په ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو شرایط تایید کړل.

ټاکل شوې وه د استانبول ناسته د اپریل په 16 د متحده ایالاتو په وړاندیز پیل او د ترکیې ، قطر او ملګرو ملتونو په ګډه کوربه توب او د لسو ورځو لپاره به دوام ولري.

خو طالبانو تیره میاشت وویل چې د غونډې جزئیات له دوی سره نه دي شریک شوي او د همدې دليل دوی به پکې ګډون نه کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت بیا یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د استانبول ناسته چې هدف یې د سولې موافقې ته رسیدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرو اترو پیاوړتیا ده ، د اپریل له 24 څخه تر می 4 پورې به جوړه شي.

خو طالبانو بیا په ناسته کې له ګډون څخه انکار وکړ ، ویې ویل تر هغه چې بهرني سرتیري په افغانستان کې شتون ولري ، دوی به د افغانستان د راتلونکي په اړه پریکړې لپاره په هیڅ غونډه کې برخه وانخلي.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي دا هم وویل چې د دې ډلې مشرانو د استانبول په ناسته کې له ګډون څخه انکار کړی و ، مګر د پاکستان او قطر په غوښتنه ، دوی پریکړه وکړه چې په ناسته کې د ځانګړو شرایطولاندې برخه واخلي .

طالب چارواکو په دې اړه نور جزیات ورنکړل چې د استانبول په ناسته کې به د دې ډلې نمایندګي څوک کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خبرو اترو د ډلې غړی ، نادر نادري وویل چې هغه د استانبول په ناسته کې د طالبانو له مشروط ګډون څخه خبر نه دی ، او زیاته یې کړه چې تر دې دمه د دوی ډلې ته په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي دا هم وویل چې د دې ډلې مشرتابه نه غواړي د استانبول ناسته د تصمیم نیونې په ډګر بدل شي .او طالب مشران په غونډه کې د یوې ځانګړې اجنډا له شاملولو سره مخالفت کوي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

شریک یي کړئ!