برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بین الافغاني مذاکراتو ناستې به په بېلابېلو هیوادونو

آریانانیوز: په داسې حال کې، چې د طالبانو او امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي او تمه ده په تعقیب یې بین الافغاني مذاکرات پیل شي؛ طالبانو د تېر په څېر د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو ته تیاری ښودلی او یاده کړې یې، چې ددې مذاکراتو ناستې به په بېلا بېلو هیوادونو کې ترسره شي
د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «دبین الافغاني مذاکراتو په اړه تراوسه فیصله نه ده شوې چې چیرې به کیږي. کیدای شي چې د بین الافغاني مذاکراتو متعددې غون‌‌‌‌‌‌ډې په بیلابیلو هیوادونو کې ترسره شي
طالبان داسې مهال بین الافغاني مذاکراتو ته تیاری ښيي، چې ګډ حکومت لا تر دې دمه ددې مذاکراتو لپاره پلاوی نه دی ټاکلی او د سرچینو په خبره، د پلاوي د تشکیل په برخه کې د حکومت او سیاسیونو تر منځ ژور اختلافات موجود دي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم د پلاوي په تشکیل کې د حکومت له لوري ځنډ د اندېښنې وړ بللی او په دې برخه کې یې طالبان تر حکومت فعال یاد کړي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي