برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بین الافغاني خبرو پيلېدو ته چمتوالی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی وروسته له هغه چې د کابل حکومت مشر اشرف غني وویل، د دوه زره نورو طالب زندانیانو د خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې د یو مهم پرمختګ اعلان کوي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، د زندانیانو خلاصون یو ښه ګام دی او دوی د خپلو بندیانو له خلاصون وروسته تیار دي بین الافغاني مذاکرات پیل کړي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې اړه پر خپل ټویټر لیکلي، چې د بندیانو د خلاصون ته د یوه مثبت ګام په سترګه ګوري او له خپل لوري هم د بندیانو خلاصون ته ژمن دي «بندیانو د خلاصون جریان یو ښه پرمختګ دی او موږ د مثبت ګام په توګه ورته ګورو خو د دوحې د تړون له مخې باید زموږ ۵۰۰۰ بندیان خلاص شي ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته زمینه مساعده شي
شاهین زیاته کړې « کله چې د ورکړل شوی لست مطابق د اسلامي امارت د پنځو زرو بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل شي، اسلامي امارت د یوې اونۍ په دننه کې د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته چمتوالی لري.

شریک یي کړئ!