برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بیان آزادۍ او مطبوعاتو پر وړاندې د ګواښونو پر ډیروالي اندېښنه

آریانانیوز: پخواني ولسمشر حامد کرزي د بیان آزادۍ او د مطبوعاتو د غړیو پر وړاندې د ګواښونو په زیاتیدو خپله ژوره اندېښنه ښودلې، او د سیاسي شنوونکو پر وړاندې ورستیو وسلوالو بریدونوته په اشارې ویلي، چې دا هېواد کې د بیان آزادۍ د خپولو په مانا ده
خبرپاڼه کې راغلي، چې د بیان آزادي او له دغه حق څخه د خلکو د ساتنې په موخه کار اخیستل د افغانستان د ورستیو کلونو لاسته راوړنه بلل کیږي
د هغو وګړو پر وړاندې برید ترسره کول چې له خپل حق څخه دفاع کوي د خلکو د آزدۍ پر وړاندې جدي ګواښ دی، ښاغلي کرزي همداراز ویلي، چې د افغانستان خلکو په هر ډول شرایطو کې له خپل حقونو او آزادۍ دفاع کړې، او د بیان ازادۍ د پلې کیدو غوښتوونکي دي. پخواني ولسمشر ویلي، د بیان آزادۍ او د خلکو ساتنه د امنیتي ادارو اصلي دنده ده، او خلک حق لري، چې د قانون ماتونې، بې عدالتۍ او د سولې د تأمین لپاره چې د خلکو حیاتي مسئله ده، پر وړاندې غږ پورته کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي