برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بګرام برید په خاطر په قطرکی دآمریګا سره نه دي درول شوې

آریانانیوز: دیوراپور له مخی د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، دغه خبرې د دوی په غوښتنه له خپلو مشرانو سره د سلامشورو لپاره د لنډې مودې لپاره درول شوې دي.
د شاهين په وينا دا خبرې د بګرام برید له امله نه دي درول شوي، خو زياته کړې يې ده چې په دغو خبرو کې د بګرام د برید يادونه شوې ده.
هغه وايي: «امريکايي پلاوي د بګرام يادونه وکړه، خو په مقابل کې يې موږ د ړندو بمباريو، شپنيزو چاپو او بې پيلوټه بریدونو يادونه وکړه، چې قربانيان يې ملکي وګړي دي.»
د طالبانو د سياسي دفتر وياند زياته کړې چې په خبرو کې وقفه د دوی په غوښتنه رامنځته شوې، تر څو له خپلو مشرانو لازم هدايات ترلاسه کړي.
یاده دې وي زلمي خلیلزاد تېره شپه په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، له طالبانو سره د ناستې پر مهال يې د بګرام پر شوي برید ناخوښي او غوسه څرګنده کړې او له همدې امله يې روانې خبرې د لنډې مودې لپاره ځنډولې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي