برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ښځو د خوندیتوب شبکه له منځه تللې ده

آریانانیوز: د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د تاوتریخوالي د قربانیانو ښځو لپاره اړین خدمات له لاسه ورکړل شوي دي.


شپاړسو ښځو او هغو کسانو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالی قربانیانو ښځو ته خدمات وړاندې کړی، لندن میشتی موسسې ته ویلی چې طالبانو امن کورونه تړلي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په تور یې بندیان خوشي کړي دي.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي ویلي، هغه ښځې او نجونې چې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي څخه پاتې شوي یوازې پاتې شوي او د هغوی د ملاتړ شبکه له منځه تللې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، کله چې طالبانو پر افغانستان واک ونیو، خوندي کورونه وتړل شول.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د خوندي کورونو او خدماتو یوه شبکه موجوده وه.

شریک یي کړئ!