برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۳ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د بښنې نړيوال سازمان د طالبانو د دوو خبريالانو پر نيولو نيوکه کړې ده

آریانانیوز: د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا د آریانا نیوز د دوو خبریالانو نیول خپلسري او غیر عادلانه بللي او د هغوی د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.


دغه سازمان په ټویټ کې ویلي چې د رسنیو پر ازادۍ دا ډول زیاتېدونکي بریدونه د بیان ازادۍ ته جدي ګواښ پېښوي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې طالبان باید د اریانا نیوز خبریالان بې قید او شرطه ازاد کړي.

دغه سازمان په دوام کې ویلي طالبان په داسې حال کې د هغو مظاهره کونکو، د بشري حقونو د مدافعینو او ژورنالیستانو نیولو ته دوام ورکوي چې تیره اونۍ یې په اوسلو کې له ځینو لویدیځو هیوادونو سره په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو غږ وکړي چې د بشري حقونو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدي او حساب ورکونه دې وکړي.

شریک یي کړئ!