برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بهرنیو مرستو کمېدل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یوناما مرستیاله وایي، افغانستان په بهرنیو مرستو متکی دی او ددې کومکونو کمېدل به د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري
د افق نیوز د راپور له مخې انګرېد هيدن دغه څرګندونې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې کړې، نوموړې ویلي، چې په هیواد کې سیاسي بې سرنوشتۍ، د جګړې د شدت زیاتېدو، د سولې په پروسه کې ځنډ او د کورونا ناروغي پراخېدو د افغانستان خلګ له بحران سره مخ کړي
نوموړې زیاته کړې « افغانستان په بهرنیو مرستو متکی دی او ددې مرستو کمېدل به د افغانستان د مالي وضعیت لپاره ناوړې پایلې ولري
د هیدن په خبره، د نورو برخو تر څنګ افغانستان له کورونا سره د مبارزې په برخه کې هم بهرنیو مرستو او سرچینو ته اړتیا لري. یوناما داسې مهال په افغانستان کې د مالي وضعیت د خرابېدو خبر ورکوي، چې څه موده وړاندې امریکا له افغانستان سره له کېدونکې مرستې یو میلیارد ډالر وګرځول او د نورو د ګرځولو ګواښ یې هم وکړ
اشرف غني که څه هم ادعا وکړه، د امریکایي مرستو ګرځول به په بنسټيزو چارو اغېز ونکړي، خو د نوموړي سیال عبدالله عبدالله بیا د مرستو کمېدل یو نه جبرانېدونکی کار وباله
د عبدالله په خبره، د یو میلیارد ډالرو ګرځېدل نه جبران کېدونکی ګام دی او کله هم موږ نشو کولای تشه له نورو سرچینو ډکه کړو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي