برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بهرنيو ځواکونو د وتلووروسته له افغان لوري سره خبرې پیلیږي

آریانانیوز: د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش تر اعلانیدو وروسته له افغاني جهتونو سره مذاکرات پیل کیږي.



قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهيل شاهين تازه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: کله چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو دوتلو مهالویش اعلان شي بیابه له افغاني جهتونو سره مذاکرات شروع کیږي خو دکابل له ادارې سره به دحکومت په حیث خبرې نه کیږي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند په داسي حال کې له افغاني جهتونو سره د خبرو مسئله یادوي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې راوني دي.
په ورته وخت کې نن د کابل ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د دفاع وزارت په یوه اړونده ریاست لومړی موټر بم برید شوی او وروسته ور پسې وسله واله نښته رامنځته شوې چې تر دې مهاله لا امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو بریدګرو په وژلو نه دي توانیدلي.

شریک یي کړئ!