برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بهرنيو عسکرو د وتلو او د فحشاوو د مخنيوي غوښتنه

آریانانیوز: دځایی سرچینوپه راپورد ننګرهار لسګونو ديني علماوو په دغه ولايت کې د منکراتو، اخلاقي فساد او د ښځو د بې حجابۍ پر خلاف او د ټولو بهرنيو پوځيانو د وتلو غوښتنه کړې ده
دغو ديني علماوو نن په جلال اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل، په ادارو او ښاري سيمو کې فحشا، بې حجابي او اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی، حکومت د دې منکراتو د مخنيوي لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی او نه يې هم تر اوسه د علماوو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی دی
د شينوارو يوه مخور ديني عالم مولوي الله محمد مجيدي دغې خبري ناستې ته وويل، افغانستان يو اسلامي هېواد دی، دلته د ښځو بې حجابي، فحشا او هر ډول بد اخلاقي خپرول د زغملو نه دي او د مخنيوي غوښتنه يې کوي
د مولوي ظاهرالله په نوم يوه بل ديني عالم هم وويل، حجاب اسلامي حکم دی، د څو بې حجابه او په وينا يې «سګ شويانو» لپاره افغانان خپلې ښځې نه بې ستره کوي
نوموړي وويل، د شينوارو د قوم د هغې پرېکړې تاييد هم کوي، چې په ودونو او خوښيو کې يې د موسيقي محفلونو نه جوړولو او ډمانو د نه راوستو پرېکړه کړې ده
د غونډې ويناوالو د هرات ګزرګاه جامع جومات د خطيب مولانا مجيب الرحمن انصاري د هغې پرېکړې ملاتړ کړی، چې د فحشاوو د مخنيوي لپاره به په خپله لاس پر کار شي او د حکومت پرېکړې ته به انتظار ونه کړی .دغو علماوو د يوه څلور ماده ييز پرېکړه ليک په صادرولو غونډه پای ته ورسوله
په دغه پرېکړه کې راغلي
د شينوارو قومونو له لوري د فحشاوو او منکراتو د مخنيوي په تړاو د قومي پرېکړې ملاتړ او له نورو قومونو د ورته ګام غوښتنه په هېواد کې د هرې هغې پرېکړې ملاتړ، چې د فحشاوو او منکراتو مخه نيسي د سولې پروسې پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه. او په اخره کې له ټولو بهرنيو پوځيانو د ژر تر ژره د وتلو غوښتنه.

شریک یي کړئ!