برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بنګو کښت د محدودولو امرورګول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د طالبانو مشرتابه د نشه یي توکو کښت د ټولنې لپاره ناورین بللی او تر خپلو لاس لاندې سیمو کې یې د بنګو د کښت د محدودولو امر ورکړی.
د طالبانو د مشرتابه له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې طالبانو خپلو اړوندو ادارو ته امر کړی، څو بزګر او ولسي خلګ د بنګو د کښت پر ځای د نورو ګټورو توکو کرلو ته راوبولي او تر څنګ یې له ولسي مشرانو او قومي مخورو غوښتل شوي، چې د چرسو او بنګو په کښت بندیز ولګوي، تر څو یې کرل مطلقا بند شي.
اعلامیه کې وړاندې د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون ته امر شوی، څو د چرسو او بنګو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي او په دې توګه ددې ډول کښتونو د کمولو هڅه وکړي.
د اعلامیې په دویمه برخه کې طالبانو په ټولو هغو ځمکو باندې، چې د «امارت» له خوا په اجاره ورکول کېږي، د بنګو کښت منعه اعلان کړی او خپلو ټولو افرادو او مسئولینو ته یې خبرداری ورکړی، چې د بنګو او چرسو له کښت، کاروبار او انتقال جدي اجتناب وکړي.
د طالبانو د اعلامیې په بنسټ، که کوم مسئول یا فرد له پورته امرونو څخه سرغړونه وکړي، له مسئولیت څخه به عزل کېږي او د سزاء لپاره به اړوندو ادارو ته ور پېژندل کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي