برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بندیانو له آزادېدو مخکې بین الافغاني خبرې نه ترسره کیږی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل يو ټوئيټ کښې لیکلي چې طالبان په هغه صورت کې بین الافغاني خبرو ته چمتو دي چې د شوي موافقه ليک سره سم عمل وشي او تر بین الافغاني خبرو مخکې یې بندیان خوشې کړل شي.
هغه وايي چې طالبان د بین الافغاني خبرو ته تیار دي، او که یې بندیان خوشې شي نو له هوکړې سره سم د مارچ په لسمه به بین الافغاني خبرې پیل کړي.
شاهین همدراز ویلي که د بین الافغاني خبرو ټاکل شوې نېټه کې ځنډ رامنځته شي نو ذمه واري یې د نورو پر غاړه ده.
خو له بلې خوا افغان ولسمشر اشرف غني له بین الافغاني خبرو مخکې د طالب بندیانو له خوشې کېدو سره کلک مخالف دے، او تر خبرو مخکې د طالبانو لخوا شرط اېښودل ورته د منلو وړ نه دي او ويلي يې دي چې که طالبانو شرط ږدي نو دوي هم شرطونه لري.
ولسمشر غني د بندیانو خوشې کول یوازې د افغان حکومت صلاحیت ګڼي او وايي چې امریکا د دې صلاحیت نلري چې طالب بندیان خوشې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي