برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې

آریانانیوز: وروسته له هغه چې ناوخته طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپلو جنګالیو ته له تعرضي بریدونو څخه د لاس اخستلو او اوربند امر وکړ، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د طالبانو د مشرتابه له دې پرېکړې هرکلی کړی او د بندیانو د خلاصون د پروسې د دوام غږ یې کړی
زلمي خلیلزاد په همدې تړاو پر خپل ټویټر باندې د طالبانو له لوري د اوربند غږ یو مثبت ګام بللی او د سولې په لاره کې یې د ورته نورو مثبتو ګامونو د اخستو هیله کړې
خلیلزاد لیکلي « نور مثبت قدمونه هم باید واخستل شي، د طالبانو او امریکا تر منځ شوې توافقنامه کې د یادو شویو بندیانو د خلاصون لړۍ باید له دواړو خواوو دوام ومومي، بیا ځلې باید د لوړې کچې تشدد پیل نشي، او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره په یوه نوې نېټه باید هوکړه وشي
نوموړي ددې تر څنګ د لاسته راغلي فرصت د ساتلو غوښتنه کړې او په خبره یې، امریکا به په دې برخه کې خپله هڅه وکړي
د خلیلزاد تر څنګ د کابل حکومت نیم ونډه وال او د مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري د اوربند په پرېکړه خوښي ښکاره کړې، د حکومت له لوري یې هم د ورته ګام اخستو هیله ښودلې او په تمه دی چې « د اختر په ورځو کې اوربند به د زندانیانو د تبادلې لړۍ چټکه کړي او د اورکم په رامنځه کېدو او د بین الافغاني خبرو په پیل کې به مرسته وکړيبل لور ته د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر«حنیف اتمر» هم د طالبانو له لوري د اوربند د هرکلي تر څنګ هیله ښودلې چې دا ګام به د بين الافغاني خبرو له پيل او د بندیانو د خوشی کیدو‌ سره مرسته وکړي
په ورته وخت کې په اسلام اباد کې د کابل حکومت پخوانی سفیر «عمر زاخېلوال» وایي، اوربند به د افغانانو د اختر خوښۍ څو چنده کړي او په خبره یې «هیله ده چی د اختر په دوام د دواړو لورو له خوا هم اوربند وغزول شی او هم د باورجوړونې د نورو ضروري ګامونو لکه د اسیرانو تبادلې په اړه زړور او کوټلي اجراأت وشي. دا به بیشکه د سولې پر لور ستر پرمختګ وي طالبان داسې مهال د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلانوي، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» څه موده وړاندې د هغوی په وړاندې د تعرضي عملیاتو امر ورکړی و او طالبان یې تورن کړي وو، چې په «تشدد» یې لاس پورې کړی
حکومت ددې تر څنګ د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ هم درولې او ادعا لري، چې زر تنه امنیتي ځواکونه یې د طالبانو له لوري نیول شوي، خو اوس یې هغوی په اړه جواب نلري.
د طالبانو له لوري د اوربند له اعلان پراخ هرکلی شوی، ناټو، یوناما، سیاسیونو او بیلابیلو جهتونو اوربند د سولې په پروسه کې یو مثبت ګام یاد کړی او طالبان یې ستایلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي