برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بندیانو دژر خوشي کولواړتیا

آریانانیوز: د سولې ولسي مجمع وايي، که کابل ته د بندیانو په تړاو ن د طالبانو د راغلي پلاوي وخت نه وای ضایع شوی او امریکا د بندیانو د خلاصون په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړی وای؛ اوس به هم بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ شوی وای او هم به اوربند ته لاره برابره شوې وای
د سولې ولسي مجمع د هیواد له بېلابېلو سیاسي څېرو او د ‎سياسي او قومي جوړښتونو له مشرانو سره ناستې کړې او ټینګار یې کړی، چې د روان کړکیچ په برخه کې باید کورني او بهرني ښکېل سیاسي اړخونه روان وضعیت درک کړي او په هېواد کې د روان سیاسي وضعیت د سوله اییز بدلون په لړ کې د شته فرصتونو او نړیوالې اجماع په پام کې نیولو سره د افغانانو لپاره د ډاډمنې سولې او ارام ژوند په برخه کې په یوه خوله پایلې ته ورسېږي
د سولې ولسي مجمع د سولې د رښتیني راتګ لپاره بین الافغاني مذاکرات اړین بولي او ټینګار کوي، چې ددې خبرو د پیل په موخه باید د امریکا او طالبانو په هوکړه کې یاد شوي زندانیان خلاص شي
دوی ددې تر څنګ د روان سیاسي کړکېچ د حل او د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د سیاسي او قومي مشرانو او بانفوذه کسانو یو نوملړ ترتیب کړی، چې ددوی له قوله د منځګړ رول لوبولای شي او د دریمګړو په حیث د مذاکراتو اړوند دوه لوري قانع کولای شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي