برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بندیانو دخوشی کولوپه اړه نور له حکومت سره خبرې ته دوام نه ورکوو

آریانانیوز: دیوراپورپ هاساس طالبان وائي، کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره استول شوے درې کسیز تخنیکي ټیم يې تر دې وروسته افغان حکومت سره خبرې نه کوي
قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په افغان حکومت نیوکه کړې چې د بندیانو په آزادولوکښې بهانې جوړوي او دا بهیر یې له ځنډ سره مخ کړی دی.
هغه په خپل ټوئيټر پاڼه کښې لیکلي، چې کابل ته یې د بندیانو د کمېشن تخنیکي ټيم د خپلو بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره استولی دے، او له امریکې سره د شوې موافقې او ورکړل شوې ژمنې سره سم د بندیانو آزادي پیلېدونکې وه خو افغان حکومت په یو او بله بهانه دا بهیر ځنډولی دی.
سهېل شاهین د خپلو ټوېټرونو لړۍ کې ویلي، چې تر دې وروسته کابل کښې تخنیکي ټيم یې له اړوند جهتونو سره په بې پایلو ناستو کښې ګډون نه کوي.
طالبانو په داسې حال کښې دا څرګندونې مطرح کړي، چې تېر ورځ کابل کښې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس او د افغان حکومت له اړخه د صلحې د مذاکراتي ټيم غړي عبدالمتین بیګ وویل، چې طالبان د خپلو هغو ۱۵ قوماندانانو په خلاصون ټینګار لري، چې هېواد کښې د لویو بریدونو جوړونکي بلل کېږي.
بیګ طالبان پړ وګڼل او زیاته يې کړه چې افغان حکومت خپل دریځ کښې نرمښت ښودلی، او له همدې امله یې د یو شمېر طالب بندیانو د آزادولو ژمنه کړې ده، خو د نوموړي په وینا افغان حکومت نه شي کولې هغه طالبان خلاص کړي چې په لویه پیمانه یې د افغانانو وینې بېولي دي.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رئیس دې ټکي ته په ټينګار سره چې د امریکا او طالبانو د خپلمنځې هوکړه کې د طالب بندیانو مشخصاتو ته اشاره نه ده شوې، وايي چې له همدې امله طالبانو حق نه لري چې په خپله خوښه د بندیانو د خلاصون وغواړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر وړاندې یوازینی لوی خنډ همدا د بندیانو خلاصون مسئله ده، چې تر اوسه افغان حکومت او طالبان پرې نه دي جوړ شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي