برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بلخ او کابل ترمنځ سیالۍ کې جوړ شوي نړیوال ریکارډونه

آریانانیوز: د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې تېره ورځ د بلخ لیجنډز او کابل ځوانانو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ ترسره شوه چې په یاده سیالۍ کې یو شمېر نړیوال ریکارډونه جوړ شول.


دغه سیالۍ کې لومړی د بلخ لیجنډز لوبډلې توپوهنه وکړه چې په ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو کابل لوبډلې ته د ۲۴۵ منډو ستر هدف وټاکه، کابل لوبډلې په ځواب کې غوره پېل وکړ او نږدې وه سیالۍ وګټي خو په پای کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو په ۲۰ اورونو کې ۲۲۳ منډې جوړې کړې او د ۲۱ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.
لومړی: په دغه سیالۍ کې لومړی ریکارډ حضرت الله ځاځي کیښود، چې د شل اوریزو سیالیو تر ټولو چټکه نیمه سلیزه یې په ۱۲ توپونو ووهله او د یوراج سینګ او کریس ګېل ریکارډ یې برابر کړ، له دې وړاندې یوراج سینګ په ۲۰۰۷م کال د شل اوریزو په لومړي نړیوال جام او کریس ګېل په ۲۰۱۶م کال کې د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې په ۱۲ توپونو وهلې وې.
حضرت الله ځاځی لومړی افغان لوبغاړی شو چې په کمو توپونو نیمه سلیزه وهي، همدا ډول لومړی افغان لوبغاړی شو چې په یوه اور کې شپږ شپږیزې وهي، نوموړي د کریس ګېل پر وړاندې د هغه ریکارډونه مات کړل.
دویم: د حضرت الله ځاځي لخوا په یوه اور کې شپږ شپږیزې ووهل شوې، نوموړی شپږم لوبغاړی شو چې یاد ریکارډ جوړوي، له ده وړاندې سر ګیري، روي شاستري، هارشل ګیبز، یوراج سینګ او روس وایټلي هم په یوه اور کې د شپږ شپږیزو وهلو ریکارډونه جوړ کړي دي.
درېیم: ددغه سیالۍ درېیم ریکارډ په یوه نړیواله شل اوریزو سیالۍ کې زیاتې شپږیزې وهل دي، د بلخ لیجنډز او کابل ځوانانو ترمنځ سیالۍ کې ټولې ۳۷ شپږیزې ووهل شوې، له دې وړاندې په یوه شل اوریزو سیالۍ کې ۳۴ شپږیزې وهل شوې وې. همدا ډول دغه ریکارډ د یو ورځنیو سیالیو له زیاتو شپږیزو ریکارډ څخه یوه شپږیزه وروسته پاتې شو، له دې وړاندې د استرالیا او هند ترمنځ په یو ورځنۍ سیالۍ کې ۳۸ شپږیزې وهل شوې وې.
د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې حضرت الله ځاځي د کریس ګېل پر وړاندې سیالۍ کې ۷ شپږیزې چې شپږ په یوه اور کې وې، او ۴ څلوریزې ووهلې، چې په ۱۷ توپونو یې ۶۲ منډې جوړې کړې، حال دا چې له ده وړاندې کریس ګېل د ۱۰ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۸۰ منډې جوړې کړې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي