برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بغلان او تخار لپاره نوي والیان ټاکل

آریانانیور: دیوراپورله مخی د سيمه‌ ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، احمد فريد بسيم د بغلان د نوي والي په توګه وټاکل شو او د دوشنبې په ورځ يې رسماً په دغه ولايت کې خپله دنده پيل کړه. د یادې ادارې له لوري خپاره شوي مالومات ښيي چې د سيمه‌ييزو ارګانونو د پاليسي مرستیال تېمور شاران د دوشنبې په ورځ د بغلان ولايتي ادارې، مدني ټولنو او خلکو ته احمدفريد بسيم د نوي والي په توګه ور وپېژنده. همداراز د یوه بل خبر له مخې، عبدالحق شفق هم د دوشنبې په ورځ د تخار د نوي والي په توګه رسماً دنده پيل کړه. د سيمه‌ ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال روح‌الله نيازي د تخار د نوي والي د پېژندنې په مراسمو کې وویل، نوی والي د حکومتولۍ په برخه کې ښه تجربه او د ستونزو د حل اوږده مخينه لري او باوري دی چې په تخار کې د ځينو شته ستونزو په حلولو کې به بريالی وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي