برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۹ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د بشري حقونو د څار ډلې طالبانو ته مشوره ورکړه؛ د نړیوالې ټولنې غوښتنې عملي کړي

آریانانیوز: د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې طالبانو ته سپارښتنه کړې چې د رسمیت پېژندلو لپاره دې د نړیوالې ټولنې شرایط او معیارونه پوره کړي.


د بشري حقونو د څار اداره وايي، د طالبانو حکومت به تر هغو په رسمیت ونه پېژندل شي، څو چې دوی د نړیوالې ټولنې غوښتنې عملي نه کړي.

د دې سازمان د ښځو د چارو مرستیالې هیدر بار، دا مساله یوه ورځ وروسته له هغه وویل چې طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو باندې غور وکړي.

هغه وویل: طالبان به تر هغو د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت ونه پېژندل شي تر څو چې دوی د بشري حقونو خلاف ورزۍ ته دوام ورکړي لکه د کار او زده کړې څخه د نجونو او میرمنو منع کول، د رسنیو چوپتیا، او غیر قضایي وژنې . دا ټول د طالبانو د هغه مشروعیت د ترلاسه کولو مخه نیسي چې دوی یې غواړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا د دوشنبې په ورځ د لنډی ۱۵مه د یوه پریکړه لیک له مخې چې له رایې ورکولو پرته تصویب شوه د طالبانو د حکومت او د میانمار د پوځي رژیم په رسمیت پېژندلو پرېکړه لږ تر لږه د لسو میاشتو لپاره ځنډول شوې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پرېکړه لیک تصویب په دې معنا دی چې د پخواني افغان حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی به په دغه سازمان کې خپلې دندې ته دوام ورکوي.

طالبانو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي