برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو پر ژمنو بې باوري

آریانانیوز: د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې ذبیح الله مجاهد سره د یوې تازه مرکې په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو دا ژمنه د اعتبار وړ نه ده.


د بشري حقونو د څار اداره د طالبانو پر ژمنو باور نه کوي د بشري حقونو د څار د ټولنې د ښځو د برخې مشرې د ذبیح الله مجاهد د یوې وروستۍ مرکې په ځواب کې چې ښوونځي ته د نجونو د ورتګ په اړه کړې وه، وویل چې د طالبانو دا ژمنه د اعتبار وړ نه ده.

اغلې بار زیاته کړه، چې طالبان خپلې ژمنې ماتوي او مخکې یې هم دا ډول ژمنې کړې دي. خو عمل پرې ونه شو.

اغلې بار د افغان نجونو او ښځو لپاره د تعلیم او کارموندنې د حق په اړه د طالبانو پخوانیو ژمنو ته په اشارې سره په ټویټر کې لیکلي: طالبانو په دوحه کې ژمنه کړې وه چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار به هېڅ ډول بندیز نه لګوي. دوی د اګست په ۱۷ په کابل کې هم ورته ژمنې وکړې، خو ژر یې پر خلاف عمل وکړ.

د اغلې بار په وینا، د طالبانو دا ډول ژمنې بې ارزښته دي. د طالبانو یوه ویاند په دې وروستیو کې ویلي چې په راتلونکي پسرلي کې به په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانستل شي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ډېرو ولايتونو کې د ښوونځيو دروازې تړل شوې دي. طالبانو هم سږ کال دولتي پوهنتونونو ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي