برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو په سیستماتیک ډول د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي

آریانانیوز: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې د ښځو حقوق په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې شوي دي.


د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې ویلي، سره له دې چې افغان ښځې او نجونې لا هم له ځورونې، ارعاب او تاوتریخوالي سره مخ دي، د بشري حقوقو د ملاتړ لپاره د دوی مبارزه باید له پامه ونه غورځول شي.

د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي: موږ بايد په ياد ولرو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پنځلسو مياشتو راهيسې په مداوم توګه د طالبانو له خوا تر پښو لاندې شوي دي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو له ځپلو لاس واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان لاهم نړۍ مکلفه بللې چې پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو حقونو ته احترام وکړي او ویلي یې دي چې دا ډله باید د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې یوناما هم نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده.

 

شریک یي کړئ!