برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د انتخاباتوټول مرکزونه پوځی هدف دی

آریانانیوز: دهیوادرسندویو د راپورونوپه اساس طالبانو د ملګرو ملتونو د هغې غوښتنې سخت ځواب ورکړی چې ویلي یې وو، دا ډله دې د ټاکنو په ورځ له بریدونو ډډه وکړي ګني دا کار به یې په جنګي جنایتونو کې حساب شي
طالبانو د دغې غوښتنې په ځواب کې ویلي، ټول ټاکنیز مرکزونه او کمپایني دفترونه یې د نظامي هدف لاندې دي
ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د میزان د شپږمې ټاکنې جعلي، امریکايي بې اتفاقۍ اچوونکې پروسه او د قومي تعصباتو راپورته کوونکی بهیر دی او له ټولو وسله والو طالبانو یې غوښتي چې د ټاکنو مرکزونه، لارې او ځایونه په نښه کړي
طالبانو دغه راز له خلکو هم په ټاکنو کې د نه ګډون غوښتنه کړې ده، خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د ټاکنو په ورځ به ۴۹۴۲ مراکز خلاص وي او دوی ورته لومړۍ درجه احضارات نیولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي