برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امنيتي ځواکونو په توغنديز بريد کې د يو کور ۱۱ غړي وژل شوي

آریانانیوز: د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې په د توغنديز بريد له امله د يوې کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوی دي.


د چهارشنبې په ورځ د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په شاول سيمه کې د غوث الدين الدين په نامه د يو ولسی وګړي په کور د ګډو ځواکونو له لوري توغول شوی توغندی ولګيد چې له امله يې ۱۱ تنه ولسي وګړي ووژل.
غوث الدين چې په همدغه بريد کې يوه ټپي ماشومه يې د لښکرګاه ښار ته راوړې وه خبريالانو ته ويلي دي چې په کور يې توغنديز بريد شوی دی او دغه توغندی په هلمند کې د ښوراب له پوځې اډي نه توغول شوی چې د ده د کورنۍ ۱۱ غړي يې وژلي او ۸ نور ټپيان کړي دي.
بل لور ته د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې د نادعلي ولسوالۍ په شاول سيمه کې په يوه کور د امنيتي ځواکونو له لوري يو توغول شوی توغندی لګېدلی خو د تلفاتو په اړه دقيق ارقام نه لري.
د والي وياند وويل چې د پيښې په اړه څيړنې کوي تر څو معلومه کړي چې ولې د ولسي خلکو په کور توغنديز بريد شوی دی.
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي وو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي