برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امنيتي ځواکونو قرارګاه او ګڼې پوستې نيول

آریانانیوز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تيره شپه د تخار ولايت بهارک، ينګي قلعه، چاه اب او درقد ولسوالیو کې د امنيتي ځواکونو يوه قراره ګاه او څلور پوستې نيولي دي او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده
مجاهد وايي چې په ينګي قلعه کې يې ګڼې پوستې سقوط کړي دي، درقد او چاه اب ولسواليو کې يې دوه دوه پوستې نيولي دي او په بهارک ولسوالۍ کې يې د امنیتي ځواکونو لويه قرارګاه سقوط کړې ده
تازه: نن سهار د تخار ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ اړوند جلګه سیمه کې د دښمن ټولې پوستې فتحه او یاده سیمې چې خورا ستراتیژیک موقعیت لري په بشپړه توګه د دښمن له وجود څخه پاکه شوه.
دښمن دتلفاتو په لیدلو سره تښتیدلی او مجاهدین د رستاق اوچاه آب ولسوالیو پر لور د پرمختګ په حال کې دي
نوموړی زياتوي چې د پوستو او قرارګاه څخه يې ګڼ شمير وسلې او مهمات هم نيولي دي
هغه وايي چې په دې بريدونو کې نږدې ۴۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او درې تنه ژوندي نيول شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي