برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکې او طالبانو خبرواترو ماتې

اریانانیوز: طالبانو ته نزدې سرچینو د قطر په دوحه کښې د امریکې له استازو سره د دغې ډلې د استاو د وروستیو مذاکراتو د ماتې خبر ورکړ.


دیوراپورپه اساس په قطر کښې له امریکې سره د طالب ډلې د خبرو اترو پنځم پړاؤ تراوسه هیڅ پرمختګ نه دی لرلی او احتمال شته چې د دواړو لورو مذاکرات شپږم پړاؤ ته هم اوږده شي.
طالبانو له افغانستان څخه د امریکایانو په شمول د د بهرنیو پوځیانو د سمدستي دوتلو غوښتونکې ده خو امریکا یې نه مني.
په دې لړ کښې واشنګټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي: امریکې طالبانوته وړاندیز کړی چې په یو پنځه کلن پړاؤ کښې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي خو طالبان وايي چې باید په یو کال کښې یې بهر کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي